افغانستان کې د پاکستان دایمي موخې
سرلوڅ مرادزی سرلوڅ مرادزی

  پاکستاني مشران ولې د ډیورنډ د تپلې کرښې د برې غاړې پښتنو د ملاتړ بولاله توده ساتي، په دې ملاتړ کې کومې موخې پرتې دي ؟

دا خبره چې افغان حکومت کې د پښتنو ونډه کمزوری ده ایا د صدا قت له مخې کوي، هغه پښتانه مشران چې حکومت کې واکمن دی، ایا پاکستان هغو سره په صداقت اړیکې پالي؟ ایا په افغان دولت کې ددغه پښتنو د پښو وهلو او کمزوري کولو لپاره، پخپل ټول ځواک نه جنګیږي ؟

د پاکستان د ادعا له مخې په افغان حکومت کې د کمزوري پښتنو په وړاندې بویه د د دوي په وینا د پښتنو د مقابل پیاوړي لوري، په لاپیاوړتیا کې ونډه نه لري او په دې برخه کې بې پری دی ؟

 داسې زړه سوی او ملاتړ، ولې د ډیورنډکرښې د کوزې غاړې پښتنو سره نه کیږي ؟

د برو پښتنو د برخلیک په اړه زړه خوږ او د مکر اوښکې تویول او د کوزو پښتنو د برخلیک په اړه په ښکاره سترګې پټول او هرڅه په بډه وهل د څه شي او کومو موخو لپاره کیږي ؟

پاکستان په ټولیزه توګه، د افغانستان په وړاندې یوڅو اوږدمهاله ګټې او موخې لري چې د لاسته راوړلو لپاره يي د وخت او شرایطو سره په تړاو تګلارې او تاکتیکونه بدلوي رابدلوي، خو موخې نه بدلیږي او تلپاتې بڼه يي خپله کړېده.

دا موخې په لاندې ډول رالنډولای او بیانولای شو :  

 ــ پاکستان، د هند په وړاندې د کشمیر او دې هیواد سره د نورو خپلمنځي شخړو پرسر ، افغانستان ته د ستراتیژیک کنډو ( Strategic Depth ) په سترګه ګوری

ــ افغانستان ته ، د منځنۍ اسیا په لور د خپلو بېکاره محصولاتو د لیږد او له هغه ځایه خپل هیواد ته د ارزانه انرژۍ د رالیږد د اسانه او ارزانه لار پتوګه

 ــ افغانستان کې د جګړې دوام چې افغان دولت پیاوړتیا ته وخت پیدا نکړي او هغه هم ددې لپاره :

الف ــ  افغانستان له خپلو اوبو څخه  د خپل هیواد د سمسورتیا او په غلو دانو د ځان د بسیا وړتوب پیدا نکړي او دا اوبه وړیا پاکستان ته وبهیږي

ب ــ  افغانستان کې کمزوری دولت چې د ډیونډ تپلې کرښې د ړنګولو ځواک پیدا نکړی او د لوی افغانستان د بیا احیا دعوه ونه کړی شي . 

د کابل چاپ خدمتګار ورځپاڼه د اپریل په ۱۴ مه  ګڼه کې لیکي :

پاكستان غواړي چې د طالبانو په ملاتړ او يا هم په دې خبرو سره چې اوسنى حكومت د پښتنو ضد دى داسې زمينه برابره كړي چې طالبان واكمن شي، د اسلامي توندلارۍ په نوم د پښتنو د كمزورې ملتپالنې روحيه هم له منځه يوسي او د لر او بر پښتون د يو ځاى كېدلو اندېښنه يې له سر څخه ووځي.

ددې ورځپاڼې په وینا،هندى ليكوال او ډپلوماټ جي پارتها سراتهي وايي، كه له پاكستان سره د پښتنو غم واى ولسمشر كرزى هم پښتون دى چې له يوولسو كلونو راهيسې يې د حكومت واګي په لاس كې دي، كولى يې شول له كرزي څخه يې په ملاتړ په اوسني حكومت كې د پښتنو دريځ پياوړى كړي، نوموړی وایى « كله چې په ۲۰۰۱ كال كې د طالبانو حكومت پرځېده له شمالټلوالې سربېره پښتنو هم خپلې وينې تويې كړې او پاكستان فكر وكړ چې حامد كرزى به د پښتنو په ملاتړ سره په خورا ستر اتل بدل شي.»

د جي پارتها سراتهي په خبره، په افغانستان کې د طالبانو په پرځېدلو سره، پاکستان هڅې پيل كړې چې پښتنو ته وښيي ټوله نړۍ د دوى په وړاندې ولاړه ده او دا يوازې اسلام اباد دى چې د دوى خيرغواړي « طالبانو ته يې هم داسې په مغز كې وركړل چې دوى په نړيواله كچه شړل شوي او بله لار نه لري، يوازې دا چې د پاكستان په ملاتړ ټوپك اوږې ته كړي او وجنګيږي.»

د هغه په اند، پاكستان داسې ښيي، چې د پښتنو رښتينى ملاتړى دى، خو په حقيقت كې داسې نه ده او غواړي د پښتنو په مشرۍ په افغانستان كې داسې حكومت جوړشي چې په نړيواله كچه ګوښه شوى وي او خپله دوى په سياسي او اقتصادي لحاظ خورا ډېر كمزوري وي او له دې حكومت به دا وېره هم نه لري چې په پښتنو كې د ملتپالنې احساسات ژوندي كړي.

د ناروې په مركز اوسلو كې استوګنه پاكستانۍ ليكواله او شنونكې فرحت تاج هم وايي، پاكستان په قبايلي سيمه كې د نفوذ لپاره وسله وال طالبان داسې كاروي لكه په افغانستان كې يې چې كاروي.

مېرمن تاج زياتوي، د پاكستان څارګرې ادارې په قبايلي سيمه كې د وسله والو طالبانو په پيدا كولو سره د پښتنو په سلګونو قومي مشران ووژل او په دې سره د پښتنونپالنې او ملتپالنې روحيه په قبايلو كې وژني « اى اېس اى د پښتنو مشرانو د وژلو او پر دغه سيمه د واكمنېدلو لپاره غوښتل چې د وسله والو طالبانو پردى كلتور په سيمه وتپي، په مقابل كې يې قومي مشران ودرېدل او طالبان چې زر او زور ورسره ملګري وو، دا ډول په سلګونو مشران يې ووژل.»

هغې په خپل كتاب « طالبان او د طالبانو ضد » كې زياته كړې ده، د ډيورنډ دواړو غاړو ته طالبان د پاكستان د لاس اله دي او د دې لپاره يې كاروي چې په سيمه كې د پښتنو هويت، كلتور او قوم پرې له منځه يوسي او ملتپالنه يې ووژني .

همدارنګه په دې روستیو کې افراسیاب خټک د ملت پاله عوامي نېشنل ګوند غړى وايي چې د يوې توطيې له لارې د پښتنو نسل د ختمولو هڅې روانې دي .

د ياد شوي ګوند مرکزي غړي او د پاکستان د بشر د حقوقو د خپلواک کميسيون پخواني رييس افراسياب خټک دغه څرګندونې د سلواغې په ٢٠مه، په پېښور ښار کې ديوې خبري غونډې پر مهال وکړي.

افراسياب وايی چې د پښتنو سيمو له سر چينو څخه که هغه اوبه او که برېښنا ده ټول پاکستاني وګړي ګټه پورته کوي، خو پر پښتنو د پاکستان د نورو ښارونو دروازې تړل شوې دي.

هغه تور ولګاوه، چې د پښتنو په قبايلي سيمو کې د پاکستان استخباراتي ادارو د ترهګرۍ په نوم د جنګ نوې لوبه پيل کړې ، چې د ترهګرو پرځاى اوس عادي پښتانه په نښه کوي.

ده زياته کړه: « استخباراتي ادارو د ترهګرو او طالبانو د روزنې په موخه په ملياردو ډالر ترلاسه کړي، خو اوس له بدنامۍ څخه د ځان ژغورلو په موخه بې ګناه پښتانه وژني،تر څو هغو خلکو ته چې ترې پيسې يې اخيستي، وښيي چې ترهګر يې ځپلي دي. »

د عوامي نېشنل ګوند ياد شوي مشر زیاتوي چې تراوسه يې ګوند د صبر او عدم تشدد تګلاره خپله کړې، خو که حکومت خپله پاليسي بدله نه کړه، نو دوى به دې ته اړ شي، چې د پښتنو له کولتور سره سم ميدان ته راووځي او د خپل قتل عام بدل واخلي.

خټک وايي : « پښتنو خپل دښمن او دسيسې يې پېژندلي او نور به دوى څوک ونه شي تېرایستلای، که پښتنو ته دهغوى حقوق ورنکړاى شي ، نو په زوره به يې ترلاسه کړي. »

د يادونې وړ ده، چې په تېرو درېو مياشتو کې په کراچۍ او پښتونخوا کې د ملت پاله عوامي نېشنل ګوند شاوخوا پنځه تنه لوړ پوړي مشران او يو شمېر غړي د نامعلومو وسلوالو لخوا وژل شوي دي.

د روان کال د فبرورۍ په ۱۹ مه، د پاکستان ډان انګلیسي ورځپاڼې ولیکل « له طالبانو سره د پاکستان اړیکې له نېکه مرغه ښکاره دي. د پاکستان حکومت نور له دې انکار نه کوي چې له طالبانو سره اړیکې نه لري.»

د ۲۰۱۲ کال د اپریل ۱۸ مه

 


April 22nd, 2012


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
گزیده مقالات